د فیکو په مرسته د سترګو د پردی عملیات (Phacoemulsification)
د سترګی پرده د سترګی د عدسیی یا لنز د خړوالی څخه عبارت ده چه د بیلابیلو لاملونو په نتیجه کی منځته راځی. د سترګی عدسیه یا غمی د سترګی دننه (مخی خوا ته) یو شفاف جسم دی چه وظیفه یی شبکیه باندی د نور یا انځور متمرکز کول دی. کله چه عدسیه خپل شفافیت له لاسه ورکړی د سترګو دید خرابیږی او پرده منځته راځی.
نښی نښانی: مریض د دید د خرابیدو څخه شکایت کوی (وایی چه دید یی ورو ورو خراب شو). د وخت په تیریدو د مریض د سترګو تور سپینیږی.
درملنه: کله چه په سترګه کی پرده منځته راشی بدون له عملیاته بله چاره نلری. فیکو (Phacoemulsification) د سترګو د پردو د عملیاتو تر ټولو پرمختللې او نوې تکنالوژې ده چه امان د سترګو روغتون کی وجود لری. په دغه پروسیجر کی د سترګو د ننه لنز په التراسونیکو امواجو ټوټه او له سترګو څخه ویستل کېږي او پرځای یی یو بل انعطاف منونکی لینز سترګې ته اچول کېږي ترڅو مریض وکولی شی تصویر په واضحه توګه ووینې.
د عملیات نه وروسته مراقبتونه: د عملیات څخه وروسته مریض باید تر یوی هفتی پوری لاندی احتیاطونه په پام کی ونیسی:
- سترګه او خواوشا یی ونه وینځی
- له دسمال او نورو شیانو څخه په سترګه کی استفاده ونکړی
- سر دی نه ټیټوی
- سترګه دی نه سولوی
- د دروند وزن له جګولو دی ډډه وکړی
- د دوړو او لوګی نه دی سترګه وساتی
- که سترګه کی درد او سوروالی پیدا شو مربوطه داکتر ته دی مراجعه وکړی