د لید کمپوټری معاینه د Autorefractometer پواسطه

Autorefractometer د دید د کمپوټری معاینی او د عینکو او لنز د درجی د تعین لپاره پکار وړل کیږی.

PERIMETER (VISUAL FIELD ANALYSER/ HUMPHERY)

Perimeter د ید د ساحی د پراخوالی د معلومولو لپاره استعمالیږی.

OCT (SDOCT) SPECTRAL DOMAIN OCT

OCT د سترګو دننه د رټینا د مختلفو برخو مقطعی انځورونو او د مرضونو د تشخیص نوی ټکنالوژی ده.

A-SCAN

A-Scan د سترګی د اوږدوالی ، د د دید د اختلالاتو، او د سترګی دننه د لګیدونکی لنز د قوت معلومولو لپاره کارول کیږی.

B-SCAN

د سترگو B-Scan د سترگو دننه او خواوشا د کتلو، اجنبی اجسامو او ځینی نورو مرضونو د انځور اخیستنی په موخه کارول کیږی. همدارنګه په هغه حالاتو کی ورڅخه ګټه اخیستل کیږی چه د سترګو د نورو مرضونو (لکه د سترګو د پردی) له وجهی د فندوسکوپی معاینی پواسطه د سترګی منځ د لیدلو وړ نه وی.

دیجیټل کراتومتر

د قرنیی د انحنا د اندازه کولو لپاره ورڅخه استفاده کیږی.

ANTERIOR AND POSTERIOR VITRECTOMY

د سترګی د مخکی او شاته برخو د زجاجیه مایع د اختلالاتو په درملنه کی ورڅخه ګټه اخیستل کیږی. دا سیستم د irrigation ، aspiration ، او روښنایی وړتیاوو په لرلو سره د رټینا-زجاجیه د جراحی په عملیاتو کی کارول کیږی.

FFA

Fundus Fluorescein Angiography د شبکیی او کورویید پوښونو د رګونو د څرنګوالی معلومولو لپاره د انځور اخیستنی څخه عبارت ده. د بیلګی په ډول د شکر له وجهی د رټینا تخریب ،ARMD  Chorioditis, Chorioretinitis,  Central serous retinopathy او نورو مرضونو کی د رګونو د تخریب د ارزونی لپاره پکاریږی.

SLIT LAMP BIOMICROSCOPE

Slit Lamp یو مستقیم مایکروسکوپ دی چه په مستقیم ډول د نور د یوی قوی منبع په لرلو په نریو ساحو تمرکز کولی شی ترڅو د سترګو مخکنۍ او شاته برخی په روښانه ډول وکتل شی.

CORNEAL TOPOGRAPHY

Corneal Topography د سترګی د مخکنۍ شیشی یا قرنیی د باندنی پوښ د انځور اخیستنی څخه عبارت دی چه د قرنیی لوړی ژوری او نور مرضونه پکښی معلومیږی.