عمومي پوښتنې

ځواب: امان د سترګو روغتون د سهار ۸ بجو څخه د ماښام تر ۷ بجو پورې ، له شنبه څخه تر پنجشنبه پورې فعالیت لري ، خو عاجله څانګه ۲۴ ساعته د جمعې او عمومي رخصتیو ورځو په شمول فعاله وي.

ځواب: لمړی باید د مریض شکر او لوړ فشار تر نورمال حد پورې کنترول شي وروسته له هغې د ناروغ سترګه عملیاتيږي.

د دید کموالی او عینکې

ځواب: د سترګو د کمزوري درملنه د لید په عنیکو ، نښلیدونکو لنزونو ، لیزر او د جراحي په ترسره کولو کیږي.

ځواب: لږ تر لږه د دوه هفتو لپاره د عینکو څخه باید ګټه واخیستل شي ترڅو د عینکو سره عادت شي. که ستونزه یي حل نشوه بیا دې داکتر ته مراجعه وشي چه د عینکو نمره یي بیا چک شي.

ځواب: د سترګو د انکساري خطاګانو یا د سترګو د ضعیف والي علت تر اوسه پورې سم ندی پیژندل شوی او اړوند بدلونونه د سترګو د ساختمان پورې اړه لري چه ارثیت په کې رغنده رول لري.

ځواب: کله چه د سترګو لید کمزوری شي بیا نو دعینکو څخه باید په دومداره توګه ګټه واخیستل شي او هر شپږ میاشتې ورووسته د سترګو نمره معاینه شي ترڅو ولیدل شي چه د سترګو نمره کې بدلون راغلی که نه.

ځواب: نه ، ځکه تاسو باید لومړی د عینکو فریم یا چوکاټ خوښ کړۍ او وروسته به تاسو ته عینکی جوړې شي که د عینکو شمیرو سره د عینکو فریم هم را ولیږۍ بیا به تاسو ته عینکې جوړې شي.

ځواب: د عینکو جوړول په ښیښه او ډول پورې اړه لري. معمولا” ښیښه موجوده وي او په یو ساعت کی جوړیږي خو که نه وي تر یوې اونۍ پورې وخت نیسي.

ځواب: د عینکو دجوړولو لګښت د عینکو د چوکاټ او همدارنګه د ښيښې د ډول پوری اړه لري. د ۲۰۰ افغانیو نه تر ۸۵۰۰ افغانیو پوری ډول ډول عینکې شته.

ځواب: بلې جوړیدی شي خو عادت کول ورسره یو څه وخت نیسي.

ځواب: هو، امان د سترګو روغتون کې هرډول عینکې ستاسو د سپارښتنې سره سم جوړیږي.

ځواب: د عینکو څخه ګټه اخیستل د سترګو د نمرې او نږدی لید باندی کومه اغیزه نه لري او د عملیات تر ورځې پورې ناروغ کولی شي د عینکو څخه ګټه واخلی، خو که ناروغ نښلیدونکو لنزونو څخه ګټه اخلی نو بهتر ده چه د عملیات څخه ۴ ورځې مخکې لرې کړي. همدارنګه که د RGP لنزونو څخه ګته اخلي نو لازمه ده چه لږ تر لږه ۲ الی ۳ اونۍ مخکې د لنز څخه ګټه نه اخلي تر څو قرنیه خپل شکل او عادی حالت خپل کړي.

لنزونه او مصنوعی سترګې

ځواب: هو، د Lens Aspiration +IOL پروسیجر امان د سترګو روغتون کې ترسره کیږي.

ځواب: لنزونه بیلابیل ډولونه لري لکه ساده ، رنګه او شمېره لرونکي ، چه د پیريدونکو د غوښتنو سره سم تیاریږي.

ځواب: نښلیدونکی یا تماسي لنزونه د ۵۰۰ نه نیولې تر ۲۶۰۰ افغانۍ بیه لري.

ځواب: تماسي لنزونه له ۴ څخه تر ۷ ورځو کې جوړیږي.

ځواب: هو ، هغه کسان چه سترګې یي نمره ولري کولی شي چه د نمره لرونکو تماسي لنزونو څخه  ګټه واخلي.

ځواب: لنزونه د انقضا ځانګړې موده لري لکه یوه اونیز لنزونه، یو میاشتني او دوه میاشتني لنزونه چه د ورځې لخوا په سترګو کې ایښودل کیږي او د شپې لخوا باید د سترګو
څخه وایستل شي چه پدې موده کې د لنزونو پاکوالي ته باید ښه پاملرنه وشي او په لوشن باندې پریمنځل شي.

ځواب: که د لنز د تطبیق څخه وروسته  پورتنۍ نښې نښانې را منځته شي نو ژر تر ژره دې لنز د سترګو څخه ویستل شي او د سترګو داکتر ته دې مراجعه وشي.

ځواب: هو ، مصنوعی سترګه د جوړې سترګې د رنګ مطابق جوړیږي.

د دید د ښه کولو لیزری درملنه

ځواب: د امان د سترګو په روغتون کې د لیزر بیلا بیل ډولونه شتون لري چې د کمزورې لید د درملنې لپاره د PRK لیزر څخه ګټه اخیستل کیږي. د PRK لیزر د سترګو د نمرې د منځه وړلو او د لید د اصلاح لپاره ترسره کیږي. وروسته د لیزر څخه د سترګو نمره را کمیږي او یا بیخي له منځه ځي او معمولا” ناورغ د عینکو څخه خلاصیږي، خو په ځینو حالاتو بیاهم کیدی شي عینکو ته اړتیا ولیدل شي.

ځواب: دسترګو منفي نمرې د لیزر وړ دي خو مثبتې نمرې ډیر کم چانس لري نو ځکه یې سپارښتنه نه کیږي. د سترګو د نمرې ترڅنګ د سترګو د توپوګرافی او فیتومیتري معاینات اړین دي او ددغو معایناتو پایلې د لیزر په ترسره کولو کې اړین رول لري.

ځواب: د PRK لیزر د یوې سترګې لګښت ۲۰۰۰۰ او د دواړو سترګو لګښت ۳۰۰۰۰ افغانۍ دی.

ځواب: تورې عینکې د ضرورت او د سترګو د حساسیت پوري تړاو لري ډیری وخت د یوې اونۍ لپاره توصیه کیږي.

ځواب: که په سترګو کې د ټاکلې مودې څخه مخکې نښلیدونکی لنز بی څایه شي نو هرومرو دې د سترګو ډاکټر ته مراجعه وشي ترڅو  نښلیدونکی لنز بیرته په سترګه کې ځای پرځای کړل شي.

ځواب: د ناروغ لید ښه والی د یوې څخه تر درې میاشتې وخت نیسي ترڅو د ناروغ لید په پوره ټوګه تکمیل شي. په دغه موده کې د ناروغ لید ښه وي خو کله نا کله په لید کې بدلونونه راځي او د ناروغ د شکایت سبب ګرځي. د لیزر د تر سره کولوڅخه وروسته تر دوو هفتو پورې باید ناروغ خپل مخ او سر  ونه وینځي او همدارنګه د دوړو او ګردونو څخه دې ځان وساتي.

ځواب: د سترګو انتانیت یا میکروبی کیدل په هروخت کې رامنځته کیدای شې خو د لیزر د ترسره کولو څخه وروسته تر درې ورځو پورې دا خطر ډیر وي.

ځواب: د لیزر عملیه چه په سترګو باندې پلې کیږي د دوه پړاوونو څخه جوړه شوي ده چه اوله مرحله یي د قرنیې تیارول او دوهم پړاو یې چه اصلي مرحله ده په قرنیه باندې د لیزري وړانګو خپرول دي. په PRK لیزر کې یوازې د قرنیی د پوښښي سطحې چه اپتلیوم نومیږي لرې کړل کیږي او وروسته له هغې لیزري وړانګې په قرنیی باندې خپریږي، خو په لیزیک لیزر کې دغه لایه د فلپ په شان د قرنیی څخه لرې کیږي او له لیزر څخه وروسته بیرته په قرنیه باندې ایښودل کیږي. او دوهمه مرحله په دواړو لیزرو کې یو شان ده چه د اګزایمر لیزر په مرسته ازمویل کیږي.

ځواب: د PRK لیزری عملیات د موضعی بیهوشي په مرسته چي ( ملتحمه او قرنیه ) بی حسه کوي ترسره کیږي او ناروغ د درد احساس نه کوي یوازې د لیزر په مرحله کې یوه اندازه د فشار احساس کوي چه د زغملو وړ دی.

ځواب: د امیدواري لمړۍ درې میاشتو څخه وروسته، په بدن کې د هورموني بدلونونو له امله او په قرنیه او انکساری خطاګانو باندي د دغه حالت د اغیزو له امله بهتره ده چه د PRK لیزر د ترسره کولو څخه ډډه وشي.

دسترګو د ښکلا عملیات

ځواب: ناروغ دې د امکان تر حده پوری تر دوه اونیو استراحت وکړي او په دې موده کې دی د لنزونو څخه ګټه نه اخلي، همدارنګه درانه ورزشي کارونه دې نه کوي او د زخم د مینځلو نه دې ډډه وکړي. او کله چه د کور څخه د باندې وځي نو لمریزو عینکو نه دې ګټه واخلي.

ځواب: د بلفاورپلاستی د عملیاتو نتیجه د ۵ الی ۱۰ کاله دوام کوي.

د سترګو پرده یا Cataract

ځواب: د سترګو پرده د سترګو د غمي یا لنز خړوالي ته ویل کیږي چه اکثره د ۵۰ څخه ډیر عمر لرونکو خلکو کی رامنځته کیږي او په ځینو نادرو حالاتو کې په ماشومانو کې هم دا ناورغي منځته راځي چه په درې میتودونو یې درملنه کیږي: د لیزر یا Phaco عملیات، د SICS او د ECCE جراحی عملیاتونه. د ۸۰۰۰ څخه تر ۱۵۰۰۰ افغانۍ لګښت لري.  

ځواب: ډیری وخت دا ستونزې عادي بلل کیږي او د درملو په اخیستو سره دا ستونزې له منځه ځي. خو که بیا هم د درملو د کارولو څخه وروسته دا ډول ستونزې له منځه لاړې نشي نو هرومرو دې معالج ډاکټر ته مراجعه وشي.

ځواب: د یوې اونۍ پورې دې خپل مخ نه وینځي، دسمال او بل شی دی سترګه کی نه وهي، د کوم طرف سترګه یې چه عملیات کړې وي په هغه اړخ دې نه څملي ، خپل سر دې نه ټیټوې، لمونځ دې په اشاره ادا کړي، له دوړو او غبار نه دې ځان لرې وساتي او همدا رنګه دروند وزن دې نه پورته کوي.

ځواب: اول ځل د عملیات څخه ۲۴ ساعته وروسته او دوهم ځل یوه اونۍ وروسته دې داکتر ته مراجعه وکړي.

ځواب: نه، دواړه سترګې په یو وار نه عملیاتیږې.

ځواب: نه ، ضرورت نشته. خو که ضرورت پیښ شو دا آسانتیا په روغتون کې شتون لري.

ځواب: نه دا کار شونی نه دی. د سترګو پرده یوازی د جراحی عملیات په ترسره کولو تداوی کیدی شي.

ځواب: هغه لیزر چه د سترګو د غمی د شاتنۍ برخی د پاکوالی لپاره کارول کیږي Yag Laser نومیږي او زمونږ په روغتون کی شته او تاسیو کولی شۍ چی د درملنې لپاره راشۍ.

د سترګو توری اوبه یا Glaucoma

ځواب: د سترګو د لوړ فشار د درملني بیلابیلی لارې شتون لري چي عبارت دي له ۱: د سترګو قطرې ۲: خوراکي درمل ۳: د لیزر ترسره کول ۴: د جراحی عمل ترسره کول.

ځواب: د معایناتو له مخې یې درملنه ترسره کیږي چه دوایي او جراحي درملنه لري. که جراحی درملنې ته اړتیا وی ۱۲ زره افغانۍ لګښت لري.

د سترګو کوږوالی

ځواب: هو ، د سترګې کوږوالی د درملنې وړ دی. که انکسارې خطاګانو له امله سترګه کږه وی د عینکو په مرسته یې درملنه کیږي او که د غیر انکساري خطا ګانو له امله را منځنته شوې وي د جراحی عملیات په مرسته یی در ملنه کیږې.

ځواب: د سترګو کږوالی د عینکو او عملیات په ترسره کولو سره تداوی کیږې او عملیات یی ۲۲ نه تر ۳۵ زره افغانیو پوری لګښت لري.

ځواب: که دسترګو کوږوالی د انکساري خطاګانو له امله را منځته شوی وي باید تر ۲۰ کلنۍ پورې د عینکو څخه ګته واخلي ترڅو د سترګو د کوږوالي د سمولو سبب شي او له هغه څخه وروسته که بیاهم د سترګو کوږالی سم نه شي نو باید عملیات ترسره شي. او له هغې وروسته صرف د انکساري خطاګانو لپاره دې عینکې واخستیل شي.

ځواب: که د سترګو کوږوالی د انکساري خطاګانو له امله رامنځته شوی وي د عینکو په مرسته اصلاح کیږي.

د شکر د مریضانو د سترګو درملنه (لیزر او زرقیات)

ځواب: امان د سترګو روغتون د سترګو ټول تخصصې خدمات وړاند کوي او د سترګې د وینې بهیدنې درملنه د پیچکاری او PRP لیزر پواسطه کیږي.

ځواب: هو کولی شي، د PRP لیزر خدمات زمونږ په روغتون کې شته او تاسو کولی شۍ خپله پاتی درملنه دلته پوره کړۍ.

ځواب: د امان د سترګو په روغتون کې ټول د سترګو تخصصی خدمات ترسره کیږې او سترګو د داخلی زرقیاتو لګښت د زرقیاتو د کچې پورې اړه لري.

ځواب:  د ناروغ د حالاتو پورې اړه لري ځیني ناروغان په یوځل او ځیني ناروغان په څو ځله تزریق کولو تداوي کیږې.

د سترګو د پورتنۍ لیمی ځوړندیدنه

ځواب: هو، د درملنې وړ ده خو وروسته د معایناتو څخه د سترګو متخصص پریکړه کوي.

ځواب: پاکمیتري د قرنیې د ضخامت معلومولو معاینه ده چه دا په ډاګه کوي چه سترګه د لیزر د اجرا کولو وړ ده او کنه، ځکه نو دا معاینات د لیزر د اجرا څخه مخکې اړین دي چه ترسره شي.

ځواب: د قرنیې شلیدل د بیلابیلو عملیاتونو په مرسته تداوی کیږي او د ۶۰ نه تر ۹۰ زره افغانیو پوری لګښت لري.

ځواب: که چیرې قرنیه موجوده وي دغه عملیات ترسره کیدی شي خو د قرنیې د نه شتون له امله دغه خدمات نه شو ترسره کولی.

د سترګی ښیښه یا قرنیه

ځواب: د سترګې د پورتنۍ لیمی ځوړندوالی په شدید و حالاتو کې کولی شي چه د سترګې په پټولو سره لید ته ستونزي جوړي کړي او همدارنګه کولی شي د سترګو ښکلا هم له منځه یوسي چه په داسې حالاتو کې یي د جراحي په ترسره کولو درملنه کیږي.

ځواب: که د پورتنۍ لیمې ځوړڼدیدل لید ته ستونزه را منځته کړې نه وي او ستاسې ظاهري ښکلا یی له منځه وړې نوي نو عملیات یې ضرور نه دي او که چیرې بیا هم مریض وغواړي چه عملیات ترسره کړي دغه عملیات د موضوعي بی حسي په تطبیق سره ترسره کیږي او یو ساعت شاخوا وخت نیسي.

متفرقه پوښتنې

ځواب: د ماشومانو د سترګو ټنبلي د عینکو په مرسته تداوی کیږي اوتر ۷ کلنۍ پورې یې درملنه شونې ده.

ځواب: د سترګو غیر ارادي رپیدل د پیچکاري په تزریق سره تداوی کیږې او ۲۰ زره افغانیو شاو خوا لګښت لري.

ځواب: که په سترګه کې فلزي ټوټې، کیمیاوي خطر لرنکي مواد یا داسې نور شیان ننوځي نو ژر تر ژره دې د سترګو ډاکټر ته مراجعه وشي ترڅو اجنبي شی وویستل شي، د سترګې درملنه ترسره شي او د سترګو د لاتخریب څخه مخنیوی وشي.