PHACOEMULSIFICATION ماشین

د Phacoemulsification ماشین په ذریعه د سترګی د پردی لیزری عملیات یوه نوی ټکنالوژی ده چه د جراحی عملیات ځای یی نیولی او د سترګو هغه مریضان پری تداوی کیږی چه د سترګی د پردی له وجهی یی دید له لاسه ورکړی وی.

LASER ASSISTED DCR LACRIMAL OCULOPLASTIC SURGERY

د دی آلی په ذریعه د اوښکو د لاری بندش خلاصیږی او د مریض د سترګو د اوښکو کولو مشکل تداوی کیږی. دا عملیات د لیزر په مرسته ترسره کیږی او د باندنی جراحی عملیات څخه غوره بلل کیږی.

ARGON LASER FOR PRP

د ارگون یا پی آر پی لیزر څخه د سترګو د شاته پردی یا رټینا د وړو رګونو څخه د مایع یا وینی بهیدو د مخنیوی لپاره کار اخیستل کیږی. همدارنګه د نوو غیرنورمال رګونو د مخنیوی لپاره هم کارول کیږی.

C3R (CORNEAL COLLAGEN CROSSLINKING WITH RIBOFLAVIN)

د قرنیی کولاژن تارونه د ماواء بنفش وړانګو او د نور مقابل کی د یو ډول حساسوونکی مادی پواسطه چه رایبوفلاوین نومیږی ، مضبوطیږی او پدی ډول د قرنیی د کلکیدو او د Keratoconus د پرمختګ د مخنیوی سبب کیږی.

YAG LASER (CAPSULECTOMY/ IRIDOTOMY)

د هغه لیزر څخه عبارت ده چه د سترګی د لنز د خلفی کپسول د خړوالی د پاکولو (چه کیدی شی د سترګی د پردی د عملیات څخه وروسته منځته راشی) او همدارنګه د Peripheral Iridotomy لپاره پکار وړل کیږی.

جراحي مایکروسکوپ

Lica+ I. Boos مایکروسکوپ د سترګو د مختلفو جراحیو لپاره کارول کیږي.

PRK- PHOTO REFRACTIVE KERATECTOMY & LASIK

د پی آر کی لیزر پواسطه د سترګو د دید لیزری عملیات سرته رسیږی او د مریض د لید په ښه کیدو د عینکو څخه خلاصون مومی.