ولې امان د سترګو روغتون غوره کړۍ؟

د سترګو د پردې ترټولو معمول او نوی لیزري تخنیک دی چې د هغه مریضانو لپاره ورڅخه استفاده کیږي چې دسترګو د پردې له وجهې یې دید ضعیف شوی وي او یا له منځه تللی وې. 

(PRK) عملیات ( له قرنیې څخه د رڼا ماتوونکو برخو را ایستل) یو ډول لیزرې عملیات دی چې د نږدې لید، لرې لید، او آستیګمات ستونزو دحل لپاره کارول کیږي. ښه خبر دا ده چې د PRK او LASIK د لیزرونو د عملیاتو پایلې د انکساری خطاوو له سببه د دید د خرابوالی دایمي حل لاره ده او له دې لارې د ډیرو خلکو د سترګو د لید ستونزه په دایمي ډول حل شوې ده. خو ځینې فکتورونه شته چه دغه دایمي ښه والی اغیزمن کوي چه باید په پام کې ونیول شي.

Retinal Detachment  د سترګو په ناروغیو کې راځي چې په هغه کې د شبکیې حسی برخه له RPE  څخه جلا کیږي چې نښې یې د لید خرابیدل او د لید د ساحې پروړاندي پرده بللای شو. که عملیات ونشي د تل لپاره د ړندیدو احتمال لرې.

امان د سترګو روغتون کې د قرنیی د پیوند عملیات  ترسره کیږي.

لکه څنګه چې زموږ هیواد د روغتیا په سکتور کې د پام وړ پرمختګ کړی ، امان سترګو روغتون هم د قرنیی د پیوند عملیات تر سره کوي. د قرنیی پیوند خورا ګران عملیات ده او د افغانستان د بیوزله خلکو له وس څخه پورته ده نو ځکه امان روغتون یی په وړیا ډول تر سره کوي. د یادونی وړ ده چې د قرنیی د پیوند عملیاتو شونتیا د قرنیې د اهدا کوونکي (donor) د شتون پورې تړاو لري . امان د سترګو روغتون د خپلو خلکو چوپړتیا ته متعهد ده.

 

C3R له ریبوفلاوین سره د قرنیي د کولاجن انساجو کلکیدل دې. د قرنیې ( د سترګو دمخکینۍ برخې روڼ جوښت ) په داخل کې د کولاجن د فایبرو ترمنځ د عرضي اتصال د ښه والې لپاره ماورابنفش شعاع کارول کیږي. د اتصال د اندازې ډیروالی د قرنیی وړتیا یا کلکوالی ډیر وې چی د keratoconus د ناروغۍ د پرمختګ مخه نیولی شې.

آیا له عینکو سره په تکلیف یاست؟ اوس تاسو کولی شۍ د پی آر کې لیزر سره له عینکو خلاصون ومومۍ!