د متعددو متخصصینو (ملټي سپشلیتې) تشخیصی لاروچارو څخه استفاده


د متعددو متخصصینو (ملټي سپشلیتې) تشخیصی لاروچارو څخه استفاده


د طبابت په مسلک کی کله کله د یوه متخصص پواسطه د یوه پیچلی مرض تشخیص او تداوی مشکله وی. ځینی مرضونه ممکن د یوه څخه زیاتو متخصصینو ته اړتیا ولری چه په سمه توګه تشخیص او تداوی شی.

امان د سترګو روغتون د لا ښه تشخیص او درملنی په موخه د متعددو متخصصینو (ملټي سپشلیتې) تشخیصی لاروچارو څخه استفاده کوی. د اړتیا په صورت کی د سترګو د مختلفو بخشونو متخصصین په خپل منځ کی او یا د طبابت د نورو څانګو د متخصصینو سره یوځای کار کوی ترڅو سم تشخیص او تداوی ته ورسیږی. د امان د سترګو روغتون متخصصین د داخلی ، ګوش و ګلو ، اعصابو ، عصبی جراحی ، قلبی او نورو متخصصینو سره له نږدی کار کوی.