د سترګو د تراخم چک او څیړنه

د سترګو تراخم (Trachoma) یو مکروبی مرض ده چه اکثره د مچانو پواسطه د یوه کس څخه بل ته نقلیږی. د سترګو د لیمو د التهاب څخه پیل او که پر وخت تشخیص او تداوی نشی باڼه بیځایه کوی چه پدی سره د سترګی شفافه شیشه یا قرنیه التهاب ، زخم او خړوالی پیدا کوی او دید په نه راګرځیدونکی ډول خرابیږی او حتی ړوندوالی منځته راځی.

تراخم د درملنی وړ مرض دی او که پر وخت تشخیص او تداوی شی مریض ښه کیږی کنه د دید د خرابوالی او ړندیدو سبب ګرځی.

امان د سترګو روغتون د وړتیا لرونکو متخصصینو او پرمختللو وسایلو په لرلو سره د تراخم د تشخیص، تداوی او څیړنی لپاره د هیوادوالو په چوپړ کی دی.