د آنلاین سیستم له لاری طبابت او لارښوونی

امان د سترگو روغتون د سترگو د پیچلو مرضونو په هکله د اړتیا پر مهال د سایبرسایت آنلاین سیستم څخه ګټه پورته کوی. دغه سیستم د سترګو د متخصصینو لپاره د سترګو د مرضونو د لارښوونی چوپړتیاوی وړاندی کوی. موخه یی د سترګو او لید درملنه او د ړندیدو مخنیوی دی. پدی سیستم کی متخصصین د سترګو اړوند موضوعات څیړی او غږیز او اځوریز مخامخ بحثونه پری کوی. پدغه سیستم کی متخصصین د د نړۍ د خواوشا سل ملکونو څخه د سوال او ځواب، جراحی لاروچارو او موضوعاتو وړاندی کولو لپاره یوځای شوی.