تاریخچه او پیژندنه

امان د سترګو روغتون

امان د سترګو روغتون  د سترګو د درملنې په برخه کې مخکښ روغتون دې چې په 2011 میلادې کال کې په کابل کې جوړ شوی دی. په کابل کې ترفعالیت وړاندې په خوست کې فعالیت درلود. دغه روغتون د عامې روغتیا وزارت رسمې جواز او د ستندرد نړوالې ادارې  (ISO 9001-2015) تصدیق پاڼه لرې.

امان د سترګو روغتون د سترګو په برخه کې د درملنې په نوو لارو چارو او وروستۍ ټیکنالوژۍ سمبال روغتون دی او د سترګو په څانګه کې یی د مریضانو د اړتیاوو په پام کې نیولو سره د طبې سهولتونو په خاطر ډیره پانګونه کړې. امان د سترګو روغتون ډول ډول کلنیکې چوپړتیاوې وړاندې کوې، د بیلګي په ډول : د سترګو دید، د سترګو د مخکینۍ او شاتنۍ برخو درملنه ،  توری اوبه ، د سترګو پرده ، د سترګې د مخی شیشه، د ماشومانو سترګو درملنه، د سترګو ښکلا ، د سترګو اعصاب او نور. امان د سترګو روغتون یو آرام چاپیریال لرې ترڅو مریض د راحت او اطمینان احساس وکړې. په روغتون کې د مریض د پاملرنې مسئولین تل د لاسرسې وړ وی او پدي هڅه کې وې چې د مریض خیال وساتل شی. د مریضانو د معاینې خونې او د عملیات خونې په معیارې وسایلو او ټکنالوژۍ سمبال شوې ترڅو د لیزر او نور جراحې عملیاتونه په ښه ډول ترسره شې. امان د سترګو روغتون د مریضانو د بیا په حال کیدو(Recovery) تمځایونه لرې چې مریض پکې د عملیات نه وروسته تر هغه ساتل کیږې چې د باندي تګ ته آماده شې. هغه خلک چې د لرې ځایونو څخه راغلي وې ، په روغتون کې ورته د مریض تر رخصتیدو د افغانی میلمه پالنې له مخې ځای ورکول کیږې.

امان روغتون د څه باندې ۱۰۰ تنو وړتیا لرونکو متخصصینو، داکترانو، تخنیکی او اداري کارکوونکو پواسطه پرمخ بیول کیږې او د یوه ټیم په حیث د ټولو موخه د مریضانو معیارې درملنه ده. د امان د سترګو روغتون متخصصین د سترګو د څانګې وتلې او پیژندل شوي متخصصین دې چې هیواد کې دننه او بهر یی لوړې زده کړې کړې او د غوره تجربو لرونکې دی. امان د سترګو روغتون ویاړې چې د لید د سمولو لپاره پرمخ تللې لیزر او تماسې لنز وړاندې کوې او د سترګو د ښکلا طبې خدمات د اړوندو متخصصینو لخوا وړاندې کیږي. د هغوی موخه داده چې عملیاتونه خوندې او دقیق وې او د پرمختللو وسایلو په کارولو ښې پایلې ولرې. امان د سترګو روغتون د هغه داکترانو لپاره چې د سترګو په څانګه کې تخصص کوې ، د ټریننګ (ستاژ) زمینه برابروې او د هغوی روزنه کې خپله ملی وجیبه سر ته رسوې.

د امان د سترګو روغتون په اړه

دغه روغتون د ناروغانو اړتیاوو په پام کې نیولو سره په پراخې پانګونې سره جوړ شوی دی. د روغتون نوې ودانۍ شپږ پوړه لرې او په ۵۰۰ متر مربع ځمکه کې جوړه شوې ده. دغه ودانۍ په مشخص ډول د سترګو د ناروغیو د درملنې او روغتیایی پالنو په موخه جوړه شوې ده. دغه روغتون ناروغانوته بیلابیل کلینیکی خدمات وړاندې کوې چی لاندې برخی په کې راځی: عاجل خدمتونه، د سترګو د پردو عملیات، شبکیه، اوکیولاپلاستیک، ګلوکوما، د ماشومانو آفتمولوژی، قرنیه او نیوروآفتمولوژې.