له طبیعي وخت څخه د مخکې زیږیدلو ماشومانو د سترګو معاینه او څیړنه

د وخت نه مخکی زیږیدلو ماشومانو سترګی اکثره د رټینا طبقی خرابوالی لری چه Retinopathy of Prematurity (ROP) بلل کیږی. دغه مریضی په هغه نویو زیږیدلو ماشومانو کی هم لیدل کیږی چه د زیږیدو پر وخت یی وزن کم وی (د ۱۵۰۰ ګرام څخه کم) او یا ځینی نور حالات ولری لکه فشار یی ټیټ وی یا یی اکسیجن اخیستی وی. رټینا د سترګی ترټولو حساسه طبقه ده چه تصویر پری جوړیږی او دماغ ته یی لیږدوی او خرابوالی یی د دید د خرابیدو او ړندیدو سبب ګرځی. دغه ماشومان باید د سترگو متخصص ته د سترگو د څیړنی لپاره ولیږدول شی. ځینی هغه ماشومان چه تر خطر لاندی وی ان که وزن یی تر ۲۰۰۰ ګرام هم وی باید د سترګو د متخصص پواسطه یی سترګی وڅیړل شی. د وخت نه مخکی زیږیدلو ماشومانو د سترګو لومړنۍ څیړنه باید د عمر ۲۵ – ۳۰ ورځنۍ پوری تر سره شی. د یادونی وړ ده چه ROP خطرناکه بیماری ده او د ړندیدو سبب ګرځی.