د ناروغانو نظرونه

امان دسترګو روغتون

عتیق الله ستانکزی کارمند

د امان د سترګو روغتون چوپړتیاوې می د لومړې ځل لپاره تجربه کړې. یقین می نه راته چه په افغانستان کې په دې سویه روغتون وجود ولرې. په لوړه کچه متخصصین او د چوپړتیاوو کیفیت ډیر متاثر کړم. له پاک خدای ج څخه ورته لا کامیابې او د خدمت توفیق غواړم.

قاری افسر خان استاد

زما سترګې د ډیر وخت نه ضعیفې وې او د عینکوڅخه می ګته اخیسته. د عینکو څخه ډیر په تکلیف وم. کله چې کابل ته راغلم د امان دسترګو روغتون ته مې مراجعه وکړه. وروسته د معایناتو څخه ډاکتر را ته وویل چی که لیزر عملیات ترسره کړم نو دید به مې اصلاح شې. تصمیم می ونیوه او او د PRK لیزر یی راته ترسره کړل او الحمد الله اوس بې له عینکو روښانه دید لرم. زه د امان د سترګو روغتون د ډاکټرانو نه ډیر خوشحاله یم او د دوی څخه منندوی یم.

امین الله حقیقت داکتر

د یوه ډاکټر په صفت تاسو ته ویلی شم چه امان د سترګو روغتون د طبابت په اصولو سمبال روغتون دی. زه د خپلو سترګو د چک اپ لپاره ورغلی ووم. معیارې خدمات او متخصصین لرې. هغه معاینات او تداوې چه دلته کیږی د خارج په سویه دی.