د کلینکي معاینی پواسطه د سترګو د اختلالاتو تشخیص

د سترګو ځینی مرضونه د دقیقی تاریخچی او کلنیکی معاینی پواسطه تشخیصیږی او د امان د سترګو روغتون متخصصین غیر ضروری معاینی نه توصیه کوی.

امان د سترګو روغتون کی کلنیکی تشخیص د وړتیا لرونکو متخصصینو پواسطه د پرمختللو وسایلو په مرسته (لکه Slit Lamp ، Ophthalmoscope ، Autorefractometer ، Retinoscope  ، Tonometer او نور) صورت نیسی.

مخکی لدی چه یو مریض د متخصص پواسطه ولیدل شی ، لومړنۍ فزیکی معاینی لکه د دید او عینکو د درجی تعین، د سترګو دننی فشار تعین او نور تکمیلیږی او بیا مریض د متخصص د معاینی او تشخیص لپاره د سترګو متخصص ته لیږدول کیږی.