مشاوره

مشاوره په حقیقت کی مریض ته د مرض او تداوی ، د خدماتو او تولیداتو، او د تداوی یا عملیات څخه مخکی یا وروسته د کومو کارونو د کولو یا نه کولو په هکله د معلوماتو ورکولو څخه عبارت ده. د سترګو د مشاوری مهمی موخی عبارت دی له:

  • د سترګو د مرضونو د تداوی او مخنیوی د لاروچارو په هکله پوهاوی
  • د عملیات ، لیزری تداوی او یا نورو پروسیجرونو په هکله د مریض د تشویش له منځه وړل یا کمول
  • د مریض سره د سمی تداوی/لایزری درملنی او یا جراحی عملیات په هکله د سم تصمیم نیولو کی مرسته
  • مریض ته د عملیات څخه مخکی او یا د عملیات څخه وروسته د احتیاطی کړنو په هکله پوهاوی ورکول
  • مریض او یا پایواز ته یی د مرض ، د تداوی/عمیات/بستر د مودی ، پایلو ، مصارفو ، بیا رغیدو او نورو اړینو موضوعاتو په هکله پوره معلومات ورکول
  • د نوو چوپړتیاوو او تولیداتو څخه د مریض او پایواز خبرول
  • تر ممکنه حده د مریضانو د اړتیاوو پوره کول

د امان د سترګو روغتون متخصصین په مسلکی ډول مشاوره سرته رسوی. د یادونی وړ ده چه پدی هکله د تداوی او عملیات د بریالیتوب لپاره د مریض او پایواز هڅه هم اړینه ده. هغوی باید د داکتر لارښوونی په جدیت عملی کړی.