د انکساري خطا، د سترګو د کوږوالي او لټوالی تشخیص او څیړنه

د سترګی انکساری خطا هغه حالت ته ویل کیږی چه سترګه ونشی کړی چه انځور هغه خاص ځای ته چه شبکیه یا Retina نومیږی ورسوی. پدی صورت کی شخص روښانه دید نلری او د نږدی یا لری لید د مشکل سره مخ وی. که په ماشومانو کی دغه انکساری خطا موجوده وی او تر اوه کلنۍ وړاندی تشخیص او تداوی نشی د سترګو د تنبلۍ سبب ګرځی او د ماشوم سترګی معیوبه کیږی.

د سترګو کوږوالی کیدی شی مورزاتی وی او هم کیدی شی چه د انکساری خطا په نتیجه کی منځته راشی. د ویلو وړ ده چه د سترګو کوږوالی د نورو لاملونو له وجهی هم منځته راتلی شی. د سترګو کوږوالی هم که پر وخت تشخیص او تداوی نشی د ماشومانو د سترګو د تنبلۍ سبب ګرځی.

امان د سترګو روغتون د سترګو د انکساری خطا، کوږوالی او تنبلۍ د تشخیص ، څیړنی او درملنی لپاره د پیژندل شویو متخصصینو ، مسلکی طبی پرسونل او پرمختللیو وسایلو په لرلو سره د ګرانو هیوادوالو په چوپړ کی ده.