د سترګو د معاینی پواسطه د دماغ د تومورونو او سرطانی مرضونو تشخیص

د سرطانونو لاندنی څلور ډولونه کیدی شی د سترګو د متخصص پواسطه د مریض د سترګو د معاینی پر مهال تشخیص شی:

۱. دماغی تومورونه: کله کله یوه عادی معاینه په یوه غیرعادی خبره بدلیږی. د بیلګی په ډول که په مریض کی لاندی نښی نښانی ولیدل شی او کوم بل واضح دلیل ونلری نو باید د سرطان په هکله فکر وشی:

  • د دید خرابوالی ، ژر پیښیدونکی دوه ګونی لید
  • د سترګو د تور یا حدقی لوییدل او یا عکس العمل نه ښودل
  • د لید د عصب یا Optic Nerve تغیرات

۲- لوکمیا: چه معمولا پکښی د سترګی د شبکیی تخریب او خونریزی منځته راځی او د Funduscopy پواسطه لیدل کیږی.

۳- Retinoblastoma: چه اکثره په وړو ماشومانو کی لیدل کیږی او د سترګی تور سپین معلومیږی او تشخیص کیږي.

۴- Melanoma  : د جلدی سرطانو ځینی ډولونه لکه میلانوما ، Squamous Cell Carcinoma ، Basal Cell Carcinoma  هم د سترګو د متخصص لخوا د سترګو د معاینی پر مهال تشخیصیدی شی.