د سترګو د ټنبلۍ درملنه

کله چه یو ماشوم د دید ضعیفی ولری او پروخت تشخیص او تداوی نشی د سترګو لټوالی منځته راځی چه Lazy Eye یا Amblyopia بلل کیږی. د سترګو لټوالی په عینکو هم نه سمیږی او دید نه کوی.

درملنه:  که د سترګو تنبلی په وخت تشخیص او تداوی شی د درملنی وړ ده. د سترګو د لټی لامل که انکساری خطا یا ضعیفی وی د عینکو پواسطه سمیږی. که د سترګو د لټی لامل د سترګو پرده او یا کوږوالی وی د پردی او کوږوالی د عملیات پواسطه د سترګو لټی هم ښه کیږی. د ورځی د څو ساعتو لپاره د روغی سترګی پټول (Patching)‌ هم د لټی سترګی فعالیت ډیروی او تداوی کی موثر واقع کیږی.

مخنیوی: د سترګو د لټی د مخنیوی په خاطر باید ماشوم د ۳-۴ میاشتنی او ۲-۳ کلنی عمر کی د سترګو متخصص پواسطه معاینه شی.