د لیزر/ وړانګو پواسطه درملنه

امان د سترګو روغتون د سترګو د بیلابیلو مرضونو د درملنی لپاره د ډول ډول لیزرونو څخه کار اخلی ، لکه:

  • د PRK او لاسیک لیزر پواسطه د قرنیی عملیات ، د دید سمول او د عینکو څخه خلاصون
  • د C3R/CXL  لیزر پواسطه د کراتوکونوس او نورو ورته اخلالاتو درملنه 
  • د Yag Laser پواسطه د کپسول د خړوالی پاکول
  • د Yag Laser پواسطه  Iridotomy
  • د SLT او ALT لیزر پواسطه د تورو اوبو یا ګلو کوما لیزری جراحی
  • د PRP لیزر (ارگون او کریپتون) پواسطه د وینی ورکوونکو رګونو او خونریزی بندول

 

د PRK لیزر پواسطه د سترګو دید د کموالي درملنه:

د انسان سترګه د یوه نوري سیستم په څیر کار کوي چه د شیانو څخه منعکس شوی نور سترګې ته ننوځي او په سترګه کې د انځور بڼه غوره کوي. دغه نور سترګې ته د ننوتلو پر وخت د سترګې د ښیښه یي پوښ یا قرنیې څخه تیریږي او د سترګې په رټینا برخې تصویر جوړیږی چه دغه تصویر د لید د عصب پواسطه د رټینا څخه دماغ ته انتقالیږي. که د قرنیی د انکسار ضریب نورمال نه وي نو تصویر په رټینا سم نه لویږي چه د شخص دید ضعیفه کیږي او د انکسار خطا ګڼل کیږي چه معمولا د عینکو او یا د لیزر پواسطه اصلاح کیدی شي.

د پي آر کې لیزر یا د وړانګو پواسطه جراحي یو نوی او بریالی میتود دی چه د هغه کسانو لپاره ورڅخه ګټه اخیستل کیږي چه سترګو انکساري خطاوې او ضعیفي ولري او نه غواړي د عینکو څخه استفاده وکړي.

پدی میتود کی د سترګې د قرنیې باندنی پوښ چه اپتلیوم نومیږي د یوې وسیلې پواسطه لرې کیږي او د قرنیې سطحې ته د لیزر وړانګې ورکول کیږي. د لیزر د وړانګو په لګیدو د قرنیې جوړښت بدلون مومي او د نوري امواجو مسیر سمیږي او دید ښه کیږي. پدی ترتیب شخص د عینکو د استعمال څخه خلاصون مومي.

د C3R لیزر پواسطه د قرنیې د Keratoconus درملنه:

Keratoconus د سترګې د مخکنۍ شیشې یا قرنیې د جوړښت خرابیدو ته وایي چه د قرنیې د نري کیدو له امله یې شکل له کروي څخه مخروطی ته بدلیږي. دغه بدلون د نور د انکسار د تغیر سبب ګرځي او د لید ستونزه او نامنظم استګماتیسم منځته راځي او په پایله کې د لید روڼوالی کمیږي. دغه ناروغی اکثرآ په ځوانۍ کې رامنځته کیږي.

د Keratoconus نښې نښانې :

تشخیص د ناروغۍ په پیل کې د ناروغۍ د ورو پرمختګ له امله ستونزمن دی، مګر د وخت په تیریدو سره لاندې نښې نښانې څرګندیږي:

1- غیر منظم استګماتیسم او د دید خرابوالی منځته راځي

2- د روڼ لید نشتوالی

3- له رڼا سره حساسیت

4- د سترګو د نومرې تغییر او د عینکو تکراري بدلون

5- په پرمختللي حالت کې د قرنیې د داخلي پردې شکیدل او د سټروما په منځ کې د مایع نفوذ، چه په پایله کې د قرنیې د سپینیدو اوشکیدو سبب کیږي.

د کراتوکنوس درملنه:

په درملنه کې له دې میتودونو څخه ګټه اخیستل کیږې: د عینکو سپارښتنه، د نښلیدونکو لینزونو کارول، د C3R پروسیجر  پواسطه د قرنیې د کولاجن الیافو  cross-linkingاجرا کول. که پورتنیو درملنو نتیجه ورنه کړه او ناروغي زیاته شي، نو د قرنیې ټرانسپلانټ جراحي باید ترسره شي.