اوپتیکی (د عدسیو / عینکو پواسطه) درملنه

امان د سترګو روغتون د عینکو څانګه لری چه د معتبرو کمپنیو لکهPolice, Raybon, Porsche, Tommy, Canon, Boss  هر ډول عینکی او لنزونه په مناسبه بیه او کم وخت کی وړاندی کوی. عینکی او لنزونه د بیلا بیلو ډولونو او کیفیتونو لرونکی دی چه د اشخاصو د ضرورتونو په نظر کی نیولو سره جوړ شوی ، د بیلګی په ډول:

  • د مطالعی عینکی
  • د لمر ضد او اتومات عینکی
  • شیشه یي، پلاستیکي او پولي کاربونات عینکی
  • د شپی لخوا د دریوری عینکی
  • د خط کیدو ضد، د ریفلکس یا انعکاس ضد او مقاومتي عینکی
  • نږدی او لری دید یوځای او جدا عینکی (Unifocal, Bifocal, Multifocal)
  • د کمپیوټر کار، د نور انعکاس او شعاع ګانو لپاره عینکی
  • منشوری عینکی
  • د لید لنزونه
  • د ښکلا لنزونه
  • بنداژ لنزونه