د سترګو د خوندیتوب لارښوونې

د سترګو د خوندیتوب لارښوونې

د سترګو د خوندیتوب تدبیرونه د سترګو په ساتنه کې خورا مهم رول لري او د نه پاملرنې په صورت کې د دید د خرابوالي او حتی ړندیدو سبب ګرځي. د سترګو د خوندیتوب لپاره لاندې ټکو ته پاملرنه وکړۍ :

  • که د لمر ، باد ، موبایل ، کمپیوټر یا نورو وړانګه لرونکو وسایلو ، کیمیاوي موادو ، د ویلډنګ ‌‌‌‌ذرو او داسی نورو موادو سره مخامخ یاست ، د اړینو عینکو څخه ګټه واخلۍ .
  • د خپلو برقی وسایلو رڼا د اړتیا وړ اندازې ته برابره کړۍ او مه پریږدۍ ډیرې وړانګې ستاسو سترګو ته ضرر ورسوي.
  • په دوامداره توګه مطالعه او یا د برقي سکرینونو څخه استفاده مه کوۍ بلکه خپلو سترګو ته د (۲۰-۲۰-۲۰) فورمول پواسطه دمه ورکوۍ (یعنې هر ۲۰ دقیقې بعد د ۲۰ سانیو لپاره ۲۰ فوټه (۶ متره) لری وګورۍ ترڅو سترګې مو دمه وکړي).
  • هغه سبزیجات ، میوې او خوراکونه ډیر وخورۍ چه د A ، C او E ویټامینو لرونکي وي لکه شیدې او لبنیات ، هګۍ ، د کب غوښه ، ینه ، ګازرې (زردکی) د کدو ډولونه ، شنه سبزیجات ، خواږه او نور کچالو، د جوارو دانې، نارنج ، لیمو ، حبوبات ، د لمرګل تیل ، میوی لکه مالټی، ام ، کجورې (خرما) ، ځمکنی توت ، بادام ، او نورې وچې میوې او نور.
  • د لاسونو په ګوتو او ناپاکو دسمالونو او څیزونو سترګې مه موښۍ .
  • د هر هغه چا سره چه د سترګو د مکروبي مرضونو نښې (چوخړی ، د سترګو سوروالی ، اوښکی او نور) ولری د تماس او لاس ورکولو ، او یا د هغوی د دسمال او نورو شیانو د استعمالولو څخه ډډه وکړۍ .
  • خپل ماشوم د ۳-۴ میاشتنۍ او ۲-۳ کلنۍ په عمر کې د سترګو متخصص ته د معاینې لپاره بوځۍ چه که د سترګو کوم تکلیف ولري په خپل وخت تشخیص او تداوي شي او د دید د دایمي خرابوالي او ړندیدو څخه مخنیوی وشي.
  • که شکر یا فشار لرۍ کنټرول یې وساتۍ او کم له کمه ۶ میاشتو کې یو ځل د سترګو متخصص ته د سترګو د معاینې لپاره مراجعه وکړۍ .
  • که د دید کم والی لرۍ کم له کمه ۶ میاشتو کې یو ځل خپل دید معاینه کړۍ او که د سترگو کوم خاص تکلیف هم نه احساسوۍ په کال کې کم له کمه یو ځل خپلې سترګې د سترګو په متخصص معاینه کړۍ چه که د سترګو کوم پټ تکلیف ولرۍ په وخت تشخیص او تداوي شي او له پرمختګ څخه یې مخنیوی وشي.