د سترګو تورې اوبه – Glaucoma

د سترګو تورې اوبه – Glaucoma

د سترګو تورې اوبه (ګلوکوما)
د سترګو تورې اوبه داسې یو مرض ده چې اکثره پکښې د سترګو داخلې فشار (IOP) لوړ او د دید د ضعیفوالي او ړندیدو سبب ګرځي. د دید د کمیدو نه علاوه د سترګو د شا عصب (Optic Nerve) تخریب هم پدې مریضانو کې لیدل کیږي.
د مرض خپریدنه: ګلوکوما په هر عمر خلکو کې لیدل کیدی شي خو ډیری د ۵۰ کلنۍ نه بعد ښکاره کیږي. د عمر په زیاتیدو د تورو اوبو خطر هم زیاتیږي تر دې چې د دې مرض د ځیني ډولونو کلک تړاو له عمر سره لیدل شوی. په همدې خاطر د سترګو داکتران توصیه کوي چې د پنځوس کلنۍ نه بعد په کال کې دوه یا کم له کمه یو ځل خامخا د سترګو چک اپ وشي. هغه خلک چې کورنۍ کی د ګلوکوم تاریخچه ولري او یا د شکر په مرض اخته وي، د ګلوکوم خطر یی زیات وي. ګلوکوم په ماشومانو او نوي زیږیدلو کوچنیانو کې هم لیدل کیدی شي او (لومړنۍ مورذاتي ګلوکوم) د ماشومانو د ړندیدو یو له اساسي لاملونو څخه دی.
اعراض او علایم: د ګلوکوم اعراض او نښې نظر ډول ته فرق کوي. ځیني اعراض یې (لکه د دید خرابوالی) ډیر ورو پیلیږي چې ان پخپله ناروغ هم پرې نه پوهیږي. د وخت په تیریدو د مریض دید ډیر خرابیږي او که په وخت تداوي نشي د ړندیدو سبب ګرځي. نور اعراض او علایم لکه سردرد، زړه بدوالی ، استفراغ او د سترګي درد او سوروالي د ګلوکوم په نورو ډولونو کې کیدی شي په عاجل (حاد) ډول منځته راشي.
تشخیص: تورې اوبه د سترګو د کڅې د پراخو لو د فزیکی معاینی، د سترګو د داخلي فشار چک کولو او د سترګو د نورو اختصاصي معاینو پواسطه تشخیصیږي.
درملنه: د سترګو تورې اوبه په لومړنیو مرحلو کې د څاڅکو او خوړل کیدونکو دواګانو پواسطه تداوي کیدی شې خو که نتیجه ورنکړي لیزري عملیات او جراحي مداخله توصیه کیږي. د جراحي عملیات موخه د سترګې د داخلي مایع د وتلو لپاره د سوریو جوړول دي چه ۸۰-۹۰ ٪ د بریالیتوب چانس لري. په تاسف سره چه د ګلوکوم په نتیجه کې خراب شوی دید بیرته نه راځي او تداوي نه لري. د تداوي موخه د پاتې دید د له منځه تللو مخنیوی دی.