د سترګو کوږوالی –STRABISMUS

د سترګو کوږوالی –STRABISMUS

د سترګو د کوږوالي درملنه
د سترګو کوږوالی چې د Strabismus یا Squint پنوم یادیږی ، د نورمال جهت څخه د یوې یا دواړو سترګو د اوړیدو څخه عبارت ده. پدې حالت کې کیدی شي یوه سترګه له بلې سره د حرکاتو پوره هماهنګي ونلري او ونشي کړی په یوه ټکي تمرکز وکړي. د سترګو کوږوالی د ید د خرابیدو او ښکلا د ستونزو سبب کیږي چه سمې درملنې ته اړتیا لري کنه د نورو اختلاطاتو لکه د سترګو لټوالی، دوه ګونی لید او نورو سبب هم ګرځیدی شي.
لاملونه:
د سترګې حرکت د خواوشا ۶ عضلو پواسطه د مغز لخوا کنترولیږي چې د سترګې موقعیت نظر د حرکاتو هماهنګي ته تعینیږي. د دې لپاره چې دواړه سترګې په یوه ټکي تمرکز کولی وشي باید د دواړو سترګو ترمنځ همآهنګي موجوده وي نو هر هغه لاملونه چې دغه هماهنګي اغیزمنه کړي د سترګو د کوږوالي سبب کیږي. په ټولیزه توګه ویلی شو چه د سترګو د کوږوالي اصلي لامل تر اوسه سم ندی پیژندل شوی خو کیدی شي ارثیت ، ذهني معلولیت ، مغزي سکته ، انکساري خطاوې ، د سترګو پرده او نور پکښی رول ولري.
ډولونه:
الف: مخفی کوږوالی (Phoria)
۱- دننه خوا ته کوږوالی (Esophoria)
۲- د باندې خوا ته کوږوالی (Exophoria)
۳- پورته خوا ته کوږوالی (Hyperphoria)
۴- ښکته خوا ته کوږوالی (Hypophoria)
ب: واضح کوږوالی (Tropia)
۱- دننه خوا ته کوږوالی (Esotropia)
۲- د باندې خوا ته کوږوالی (Exotropia)
۳- پورته خوا ته کوږوالی (Hypertropia)
۴- ښکته خوا ته کوږوالی (Hypotropia)
درملنه: د درملنې موخه د لید ساتل، د دواړو سترګو پواسطه دید کول، او ښکلا ده چه د درملنې ډول هم د درملنې موخې او لامل ته په کتو فرق کوي. درملنه باید په کم عمر کی پخپل وخت ترسره شی ترڅو د اختلاطاتو څخه مخنیوی وشی. د مناسبو عینکو توصیه کول ، جراحي عملیات او د لامل له منځه وړل د درملنې اساسي ټکي دي.