د سترګو غیرنورمال رپیدل/پټیدل

د سترګو غیرنورمال رپیدل/پټیدل

بلفاروسپزم د سترګو د عضلو د عصبی رشتو غیرنورمال حالت دی چه د سترګو لیمی پکښی کش کیږی یا سترګی پټیږی. دغه حالت ډیری په منځنی او دیر عمر لرونکو ښځو کی منځته راځی خو په ماشومانو کی هم د سترګو د نورو مرضونو په پایله کی منځته راتلی شی. دا مرض اکثره په یوه خوا کی پیلیږی خو وروسته بیا دواړه سترګی نیسی تردی چه کله کله مریض نشی کولی سترګی خلاصی کړی.

ډولونه: دوه ډوله بلفاروسپزم وجود لری:

  1. د سترګو د لیمو تیریدونکی کشیدل
  2. واقعی سلیم بلفاروسپزم (دوامدار)

تیریدونکی ډول یی اکثره پخپله ورکیږی ولی دوامدار ډول یی چه (Benign Essential Blepharospasm) بلل کیږی په دوامدار او تکراری ډول د سترګو د غیر ارادی او غیر نورمال رپیدو سبب ګرځی.

د دغه مرض لامل په دقیقه توګه ندی معلوم خو کیدی شی روحی فشار، د ویتامین بی ۱۲ کمبود، ځینی دواګانی او مرضونه یی په منځته راتلو کی رول ولری.

درملنه: که د سترګو د لیمو کش کیدل او غیر نورمال رپیدل د دوه هفتو څخه زیات شی باید د سترګو داکتر ته مراجعه وشی. لومړی باید منځته راوړنکی لاملونه وپلټل شی او تداوی شی. که چیرته مرض ورک نشو نو د ویتامین درملنه، د بوتاکس ستنه او یا د عقلی عصبی داکتر سره مشوره په نظر کی نیول کیږی.