د رڼا سره حساسیت – Photophobia

د رڼا سره حساسیت – Photophobia

تاسو کیدی شی د فوبیا (Phobia) د ټکی سره بلد یاست چه د ویری یا بد لګیدو په معنی ده. نو فوټوفوبیا د لمر یا رڼا سره حساسیت یا بد لګیدو معنی ورکوی. په حقیقت کی فوټوفوبیا پخپله یو مرض نده بلکه د ځینو نورو مرضونو له وجهی منځ ته راځی چه کله لکه ژر له منځه ځی او کله لکه د ډیر وخت لپاره پاتی کیږی او حتی د سترګو د درد سبب هم ګرځیدی شی.

لاملونه: لکه چه وویل شول فوټوفوبیا مرض نده بلکه د نورو مرضونو لکه د سترګو مکروبونه او انتانات، ویروسی مرضونه، د ځینو دواګانو استعمال، میګرین سردردی او نور کیدی شی فوټوفوبیا منځته راوړی. ځینی خلک کیدی شی په مورذاتی ډول له رڼا سره حساس وی.

درملنه: تر ټولو غوره درملنه د لامل پیدا کول او له منځه وړل دی. په ډیری حالاتو کی د لامل له منځه وړل د فوټوفوبیا د له منځه تلو سبب کیږی. د بیلګی په ډول که د کومی دوا استعمال د حساسیت سبب کیږی نو بندول یا بدلول یی د فوټوفوبیا د له منځه تلو سبب ګرځی. د درملنی نوری لاری دا دی چه د لمر د عینکو څخه استفاده وشی او یا پیک لرونکی خولۍ څخه کار واخیستل شی. څوک چه د لمر یا رڼا سره حساس وی باید لمر او ډیری رڼا ته ځان مخامخ نکړی. د ضرورت په وخت کی د سترګو داکتر ته مراجعه وشی.