د سترګو زړښت (د نږدی دید خرابیدل)

د سترګو زړښت (د نږدی دید خرابیدل)

د عمر په زیاتیدو سره د سترګی د غمی د کش کیدو خاصیت کمزوری کیږی او د نږدی شیانو د لیدلو لپاره کافی اندازه محدبیت نشی کولی نو ځکه د سترګو نږدی لید خرابیږی چه دی حالت ته د سترګو زوړوالی یا Presbyopia ویل کیږی. د نږدی شیانو د لیدلو لپاره د سترګو د غمی محدبیدل د تطابق یا Accommodation په نامه یادیږی چه معمولا د ۴۰ کلنۍ نه بعد کمزوری کیږی. د سترګو زړښت د سترګو یو له معمولو مشکلاتو څخه دی.

د سترګو زړښت تقریبا ټولو خلکو کی منځته راځی خو هغه خلک چه د لری لید مشکل ولری او منفی عینکی استعمالوی (نږدی لیدونکی خلک) کیدی شی د سترګو د زړښت نږدی دید خرابیدو سره مخ نشی او یا ډیر کم خراب شی ځکه چه مثبت او منفی درجی یی یو بل خنثی کوی. معمولا هغه ضعیفی سترګی چه لری لیدونکی وی (مثبتی درجی لرونکی) ژر د سترګو د زړښت سره مخ کیږی.

اعراض او علایم: د نږدی شیانو په لیدلو کی شخص د مشکل سره مخ کیږی، سترګی د ستومانتیا احساس کوی، د لوستلو په وخت کی سردری یا سرګنګسی منځته راځی، د اخبار لوستلو یا کمپیوټر باندی کار کولو کی مشکل احساسوی او رڼا ته ضرورت پیښیږی.

درملنه: اګرکه د سترګو د زړښت داسی درملنه چه سترګی لومړنۍ حالت ته راشی وجود نلری خو بیا هم د درجی په تعینولو او عینکو سره شخص نږدی دید سمیدی شی.