د ماشومانو د سترګو لټوالی (تنبلی)

د ماشومانو د سترګو لټوالی (تنبلی)

کله چه ماشوم یو شی ته گوری نو که چیرته د ماشوم یوه سترگه ضعیفه وی مغز په اتومات ډول هغه سترګه کاروی چه روغه وی. د وخت په تیریدو د ماشوم مغز د کمزوری سترګی څخه کار اخیستل بیخی کموی یا دروی او پدی ډول ناروغه سترګه په نه راګرځیدونکی ډول ضعیفیږی او دید له لاسه ورکوی چه ان په عینکو هم دید نه راځی. دی حالت ته د ماشوم د سترګی لټوالی (تنبلی) یا (Lazy Eye/Amblyopia) وایی. د سترګو لټوالی معمولا یوه سترګه کی وی خو کله کله کیدی شی دواړه سترګی لټی وی.

د سترګو لټوالی د سترګو د ضعیفی سره توپیر لری. د سترګو لټوالی د سترګو د ضعیفوالی په پایله کی (چه درملنه یی ونشی) منځته راځی. د سترګو لټوالی په حقیقت کی په مغز کی د لید د مرکز لټوالی دی چه که په وخت تشخیص او تداوی شی د درملنی وړ دی او که په وخت تشخیص او تداوی نشی د دید د دایمی خرابوالی او یا ړندیدو سبب ګرځی چه ان په عینکو هم دید نه راځی او درملنه نلری.

لاملونه : په مغز کی د لید د مرکز رشد له جنینی دوران څخه تر خواوشا ۱۰ کلنۍ پوری دوام کوی، خو تر ټولو ډیر انکشاف یی تر ۳ کلنۍ پوری وی. که چیرته د ماشوم د لید ستونزه تر ۵ کلنۍ پوری تشخیص او تداوی شی ، ان که سترګه لټه شوی هم وی پوره دید یی بیرته راتلی شی. د پنځه کلنۍ څخه وروسته هرڅومره چه د لټی سترګی درملنه ځنډیږی هماغومره د لید د سمیدو شونتیا کمیږی داسی چه تر ۷ – ۱۰ کلنۍ نه وروسته د درملنی اغیزی بیخی کمیږی یا له منځه ځی.

ځینی نور مرضونه هم لکه د سترګو پردی ، د سترګو کوږوالی او نور چه دید خرابوی د سترګو د لټوالی سبب کیدی شی.

اعراض او علایم: د سترګو تنبلی اکثره ۶ کلنۍ کی منخته راځی او مور او پلار ته معلومیږی. کله کله د مور او پلار پام هم  نه ورته کیږی. په هغه عمر کی چه ماشوم د خپل دید په مشکل نه پوهیږی ، کیدی شی د خستګی یا سردرد څخه شکایت وکړی. خو په ډیری حالاتو کی ماشوم کوم شکایت نلری. دا هم کیدی شی چه د سترګو د لټی منځته راوړونکی نور مرضونه لکه د سترګو پرده او یا د سترګو کوږوالی د سترګو د لټی د تشخیص سبب شی. کله چه یوه سترګه لټه وی تشخیص یی مشکل وی ځکه ماشوم په بله سترګه ښه دید کوی او په روغه سترګه ښه وینی نو د لټی سترګی په کمزوری نه پوهیږی. که دواړه سترګی لټی وی کیدی شی ماشوم کوښښ وکړی هرڅه له نږدی وګوری لکه د کتاب ، تختی او تلویزیون لیدو ته ډیر ورنږدی کیږی چه د ماشوم د سترګو په ضعیفی دلالت کوی او د ماشومانو مور او پلار باید دی ته پاملرنه وکړی.

درملنه:  د سترګو تنبلی که په وخت تشخیص او تداوی شی د درملنی وړ ده. عینکی ، سببی تداوی، د یوی سترګی پټول (Patching) یی مهمی درملنی دی.

مخنیوی: د سترګو د لټی د مخنیوی په خاطر باید ماشوم د ۳-۴ میاشتنی او ۲-۳ کلنی عمر کی د سترګو متخصص پواسطه معاینه شی.