ماشومانو کی د اوښکو د لاری بندیدل یا (NLDO)

ماشومانو کی د اوښکو د لاری بندیدل یا (NLDO)

د اوښکو کانال هغه لاره ده چه د هغی پواسطه د سترګو اوښکی اخیستل کیږی او پوزی خوا ته ویستل کیږی. د دغی لاری بندیدل د دی سبب کیږی چه اوښکی په نورمال ډول د سترګو د لمدولو نه بعد پوزی خوا ته ونه ووځی او په سترګه کی پاتی شی او یا له سترګی د باندی د اوښکو کولو په ډول راووځی او په سترګه کی التهابی حالت منځته راځی چه د Naso-Lacrimal Duct Obstruction (NLDO) پنامه یادیږی.

د اوښکو لاره ځینی وختونه سم تکامل نه کوی او چه ماشوم پیدا شی کیدی شی سترګی به یی اوښکی او چوخړی کوی. دا مرض په نویو زیږیدلو ماشومانو کی ډیر دی او ۶ – ۲۰ سلنه نویو زیږیدلو ماشومانو کی لیدل کیږی.

اعراض او علایم: ماشومانو کی ډیری اوښکی کول، د سترګو زیړی یا سپینی چوخړی ، سوروالی او پړسوب او د سترګو درد. معمولا دغه اعراض او علایم د پیدا کیدو د ورځی څخه موجود وی.

لاملونه: د اوښکو د لارو بندیدل معمولا مورذاتی وی. چون دغه لاره ډیره نرۍ وی بندیږی او یا سمه جوړه نه وی نو اوښکی ورنه نه تیریږی. ځینی وخت کیدی شی نور عوامل هم ولری.

درملنه: لومړنۍ درملنه د موضعی انتی بیوتیکو تجویز دی چه انتان کنترول کړی. همدارنګه د مساژ یا موښلو توصیه کول هم مهم دی. که چیرته پدی سره د اوښکو لاره خلاصه نشی د ۶-۱۸ میاشتنی عمر کی د Probing د عملیی پواسطه خلاصیږی. که بیا هم مشکل حل نشی د ۱۸ کلنۍ عمر نه بعد د عمومی انستیزی لاندی د DCR جراحی عملیه اجرا کیږی.