په سترګو کی د شکر ناروغی له وجهی د وینی بهیدنې درملنه

په سترګو کی د شکر ناروغی له وجهی د وینی بهیدنې درملنه

شکر ناروغې د وجود د نورو برخو په څیر سترګی هم زیانمنوی. د شکر ناروغۍ له امله د سترګو دننه وینه بهیدنه منځته راځي چه د دیابتیک رتینوپتي (Diabetic Retinopathy) پنوم یادیږي او د شکر د ناروغۍ له اختلاطاتو څخه شمېرل کېږي. پدې ناروغۍ کې چه د وینې د شکر د لوړې کچې له امله منځته راځي ، د سترګو دننه شاتنۍ برخه (شبکیه) زیان مومي. که چیرې دا ناروغي په وخت تشخیص او درملنه یې ونشي، نو د دید د خرابیدو او حتی د ړوندېدو لامل ګرځي. د سترګو شبکیه په دوامداره توګه د وینې اکمالاتو ته اړتیا لري چه د وینې د کوچنیو رګونو له لارې یی ترلاسه کوي. که چیرې د وخت په اوږدو کې د وینې د شکر کچه تل لوړه وي، دسترګو د شبکیې د وینې کوچني رګونه په دریو مرحلو کې زیانمن کیږي او د سترګو دننه د وینې بهیدنې (خون ریزي) سبب ګرځي.

نښې :   ـ د لید ورو ورو کمښت او خیره کیدل او کله کله د لید ناڅاپي له منځه تلل

ـ د مریض لخوا حرکت لرونکې لکې (داغونه) لیدل

مخنیوی : تل هڅه وکړئ د وینې شکر ، د وینې فشار او د کولسټرول کچه کنټرول کړۍ. پدې توګه تاسو کولی شۍ د شکر ناروغۍ د زیات والي مخه ونیسۍ. ترڅو سترګې مو په دیابتیک رتینوپتي (Diabetic Retinopathy) اخته نشي.

درملنه : تر ټولو مهمه درملنه د لیزري او اواسټین زرقیاتو پواسطه د وینې بهیدنې کنترول دی.