د انتان مخنیوی او کنترول
د انتان مخنیوی او کنترول یو عملی تګلاه ده چه د هغی پواسطه د صحی خدمتونو کارکوونکی او مریضان د مخنیوی کیدونکو مکروبونو څخه ژغورل کیږی.
د مکروب موثر مخنیوی او کنترول د صحی سیستم د ټولو اړخونو پوښښ ته اړتیا لری ، د بیلګی په ډول صحی کارکوونکی، مدیران، پالیسی جوړوونکی او ټول هغه کسان چه د صحی چوپړتیاوو سره سروکار لری.
د مکروب مخنیوی او کنترول د مکروب څخه د مریض د ژغورنی او د صحی خدمتونو د کیفیت په برخه کی اختصاصی دی داسی چه په نړیوال ډول د هر صحی کارکوونکی او مریض سره او همدارنګه د هری صحی عملیی سره تړاو لری. د مکروب مخنیوی او کنترول د صحی خدمتونو ټول اړخونه اغیزمن کوی ، د بیلګی په ډول د لاسونو حفظ الصحه، د جراحی د ځای مکروب، د زرقیاتو مصئونیت ، د مکروبونو مقاومت او دا چه شفاخانی عاجلو حالتو کی او د هغو څخه د باندی څنګه عمل کوی.
د مکروب ناسم مخنیوی او کنترول کیدی شی د زیان او حتی مرګ سبب شی او صحی خدمتونه د مکروب د مخنیوی او کنترول د اصولو څخه پرته امکان نلری. صحی خدمتونه او طبی حفظ الصحه کیدی شی د دومی مکروب پواسطه په منفی ډول اغیزمن شی.
امان د سترګو روغتون د مکروب د مخنیوی او کنترول د نړیوالو اصولو په نظر کی نیولو سره لیزری او جراحی عملیاتونه، ترزیقات او نوری طبی عملیی په بریالتوب سره سرته رسوی.