د ذهني فشار او سترګو ترمنځ حیرانونکي اړیکه

د ذهني فشار او سترګو ترمنځ حیرانونکي اړیکه

ذهني فشار کولی شي چې ستاسو په خوب، هضم، او پوستکي باندې، تاثير ولري، خو آيا پوهيدئ چې دا ستاسو په سترګو باندې هم اغيزه کولی شي؟

کله چې تاسو د ذهني فشار لاندې وئ، نو ستاسو په سترګو کې لنډمهالي يا هم دوامداره بدلونونه راځي لکه د سترګو داخلي فشار يا Intraocular Pressure (IOP) لوړيدل. دا بدلونونه اکثره وخت لنډ مهالي وي، خو دا مهمه ده چې پوه شئ څنګه ذهني فشار زموږ په سترګو باندې اغيزه لري، په ځانګړي ډول هغه وخت چې تاسو ګلوکوما او يا د سترګو د سطحې ناروغي، لکه د وچو سترګو ستونزه ولرئ.

د ذهني فشار او سترګو ترمنځ اړيکه په بشپړه توګه نه ده روښانه شوي، خو تاسو بايد په يوه څه باندې پوه شئ: کله چې موږ ذهني فشار سره مخامخ کيږو زموږ بدن ځانګړي هورمونونه لکه کورټیزول او اډرینالین خپروي. دا هورمونونه زموږ بدن د هغو ګواښونو لپاره چمتو کوي چې موږ یې احساس کوو. تاسو ممکن دا د مبارزه یا تېښته غبرګون په ډول درک کړئ. د بيلګې په توګه اډرینالین زموږ د سترګو زدکه Pupil غټوي، ترڅو موږ وکولی شو چې پيښيدونکي ګواښونه لاروښانه ووينو.

ددې هورمون زيات خپريدل کولی شي لاندې حالتونو لپاره لاره هواره کړي:

د سترګو فشار لوړيدل:

په سترګو کې لنډمهالي بدلونونه زيات زيانمن نه دي او ممکن تاسو يې احساس هم نه کړئ. خو د اوږدې مودې لپاره، د سترګو د فشار بدلونونه د لید عصب ته زیان رسولای شي. په ځانګړي ډول هغه کسانو ته چې د ګلوکوما تر ټولو عام ډول لري، چې Primary Open-angle Glaucoma. بلل کېږي. ګلوکوما د هغو کسانو لپاره چې عمر یې له ۶۰ کلونو پورته وي د ړندوالي یو لوی لامل دی، نو ځکه دا مهمه ده چې د عمر په زیاتېدو سره منظم د سترګو معاینات ترسره کړئ.

له رڼا سره حساسيت:

کله چې تاسو له ذهني فشار سره مخ ياست، کېدای شي احساس کړئ چې روښانه رڼا ستاسو سترګې تر پخوا ډېرې دردمنوي يا مو لېدنه ستونزمنه کوي. دغه حالت ته Photophobia وايي. که څه هم دا ډېری وخت یوازې د فشار له امله وي، خو کله ناکله د کومې جدي ناروغۍ نښه هم کېدای شي. که تاسو په دوامداره ډول دا ستونزه لرئ، نو د سترګو له ډاکټر څخه خمتن مشوره واخلئ.

د سترګو رپېدل:

ایا ستاسو د سترګو پلې (Eyelids) د فشار په وخت کې رپېږي؟ د سترګو رپېدنه د فشار یوه ډېر عامه غبرګون دی، چې د کافین او يا ضعیف خوب له امله نور هم شديد کېدای شي، د سترکو متخصصين وايي چېښه خبر دا دی چې د سترګو رپېدنه عموماً زیان نه لري او زیاتره وخت په خپله له منځه ځي.

خړپړه لېدنه (Blurry Vision):

ذهني فشار کولی شي شیان او خلک لږ څه له تمرکز څخه وتلي ښکاره کړي. د منځني عمر خلک کېدای شي دا تجربه کړي چې اندېښنه د دوی پریسبیوپیا Presbyopia (هغه ستونزه چې نږدې شیان ښه نه ښکاري) لا پسې خرابوي. يو متخصص ډاکټر ددې اړوند وايې: کله چې انسان د شدید فشار یا د وېري د ناڅاپي حملې (Panic Attack) له حالت سره مخ شي، نو د ډېرو چټکو ساه اخیستلو له کبله د بدن د اکسیجن او کاربن ډای‌اکسایډ توازن ګډوډېږي، چې په نتیجه کې خړپړه یا ناڅرګنده لېدنه (Blurry Vision) پیدا کېږي.

د سترګو ستړیا  (Eye Strain)

که څه هم د سترګو ستړیا ګڼ لاملونه لري (لکه د سکرين یا کمپیوټر اوږدمهاله کارول)، خو فشار او اندېښنه هم دې حالت ته زمینه برابروي. هڅه وکړئ د سترګو د آرام لپاره د “۲۰–۲۰–۲۰” قاعده وکاروئ کله چې مطالعه کوئ یا هم کمپیوټر ته ګورئ، نو هر ۲۰ دقیقې وروسته تر ۲۰ فټه لرې یو شي ته د ۲۰ ثانیو یا تر دې ډېر وخت لپاره نظر واړوئ. سربېره پر دې، د کار پر مهال لنډې وقفې اخیستل، د خونې مناسب رڼا ته پام کول، او د سترګو پرله‌ پسې پټول د ستړیا په کمولو کې مهم رول لري. که امکان ولري، د پردې واټن او رڼا تنظیم کړئ تر څو سترګو ته کم فشار ورسېږي.

تونلي لېدنه  (Tunnel Vision)

شدیده اندېښنه کولی شي په لنډمهالي ډول ستاسو محیطي لید (Peripheral Vision) کمزوری کړي او داسې احساس درکړي چې ګواکې یوازې مخامخ شیان لیدای شئ. که دا حالت د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي یا په تکراري ډول رامنځته شي، نو د سترګو اړوند ډاکټر څخه مشوره واخلئ، ځکه اوږد مهاله تونلي ليدنه کله ناکله د سترګو جدي ناروغيو نښه کيدای شي، لکه د ګلوکوما وروستۍ مرحله.

د ذهني فشار د کمېدو لپاره لارچارې:

که له ذهني فشار سره مخ یاست او تاسو د سترګو ستونزه احساسوئ، نو د سترګو يوه بشپړه معاينه تر سره کړئ. د سترګو متخصص کولی شي د سترګو د نا آرامه نښو په کمولو کې ستاسو سره مرسته وکړي او د هر ډول اساسي ناروغیو درملنه وکړي.

د ذهني فشار کميدو لپاره لاندې ګامونه واخلئ:

ژوره ساه اخیستل.

منظم ورزش وکړئ.

ذهني تمرین وکړئ (لارښود شوې مراقبه).

په ټولنیزو رسنیو کې خپل وخت محدود کړئ.

له کورنۍ او ملګرو سره اړیکه وساتئ.

په وخت تېرېدو سره، فشار او اندېښنه د لید عصب د زیان لامل کېدای شي. د ذهني حضور مراقبه، د رواني روغتیا مشوره، او د فشار د کمولو نورې لارې کولی شي د دې اغېزو مخه ونیسي او د سترګو د ناروغۍ پرمختګ ورو کړي.