امان سترګو روغتون (AEH) یو له مخکښو خصوصي سترګو روغتونونو څخه دی ، چې په 2011 کې په کابل ، افغانستان کې تاسیس شوی. دا د روغتیا وزارت لخوا جواز لري او د ISO 9001-2008 تصدیق ترلاسه کوي. تر دې وړاندې د امان سترګو روغتون په خوست ولایت کې فعالیت درلود.
Autorefractometer د دید د کمپوټری معاینی او د عینکو او لنز د درجی د تعین لپاره پکار وړل کیږی.
Perimeter د ید د ساحی د پراخوالی د معلومولو لپاره استعمالیږی.
OCT د سترګو دننه د رټینا د مختلفو برخو مقطعی انځورونو او د مرضونو د تشخیص نوی ټکنالوژی ده.
A-Scan د سترګی د اوږدوالی ، د د دید د اختلالاتو، او د سترګی دننه د لګیدونکی لنز د قوت معلومولو لپاره کارول کیږی.
د سترگو B-Scan د سترگو دننه او خواوشا د کتلو، اجنبی اجسامو او ځینی نورو مرضونو د انځور اخیستنی په موخه کارول کیږی. همدارنګه په هغه حالاتو کی ورڅخه ګټه اخیستل کیږی چه د سترګو د نورو مرضونو (لکه د سترګو د پردی) له وجهی د فندوسکوپی معاینی پواسطه د سترګی منځ د لیدلو وړ نه وی.
د قرنیی د انحنا د اندازه کولو لپاره ورڅخه استفاده کیږی.
د سترګی د مخکی او شاته برخو د زجاجیه مایع د اختلالاتو په درملنه کی ورڅخه ګټه اخیستل کیږی. دا سیستم د irrigation ، aspiration ، او روښنایی وړتیاوو په لرلو سره د رټینا-زجاجیه د جراحی په عملیاتو کی کارول کیږی.
Fundus Fluorescein Angiography د شبکیی او کورویید پوښونو د رګونو د څرنګوالی معلومولو لپاره د انځور اخیستنی څخه عبارت ده. د بیلګی په ډول د شکر له وجهی د رټینا تخریب ،ARMD Chorioditis, Chorioretinitis, Central serous retinopathy او نورو مرضونو کی د رګونو د تخریب د ارزونی لپاره پکاریږی.
Slit Lamp یو مستقیم مایکروسکوپ دی چه په مستقیم ډول د نور د یوی قوی منبع په لرلو په نریو ساحو تمرکز کولی شی ترڅو د سترګو مخکنۍ او شاته برخی په روښانه ډول وکتل شی.
Corneal Topography د سترګی د مخکنۍ شیشی یا قرنیی د باندنی پوښ د انځور اخیستنی څخه عبارت دی چه د قرنیی لوړی ژوری او نور مرضونه پکښی معلومیږی.
موږ دلته د اوریدو لپاره یو!
© 2021، ټول مادي او معنوي حقوق د امان د سترگو روغتون لپاره خوندي دي، رامینځته شوی د ام سافت تکنالوژِی لخوا