مشاوره
مشاوره په حقیقت کی مریض ته د مرض او تداوی ، د خدماتو او تولیداتو، او د تداوی یا عملیات څخه مخکی یا وروسته د کومو کارونو د کولو یا نه کولو په هکله د معلوماتو ورکولو څخه عبارت ده. د سترګو د مشاوری مهمی موخی عبارت دی له:
- د سترګو د مرضونو د تداوی او مخنیوی د لاروچارو په هکله پوهاوی
- د عملیات ، لیزری تداوی او یا نورو پروسیجرونو په هکله د مریض د تشویش له منځه وړل یا کمول
- د مریض سره د سمی تداوی/لایزری درملنی او یا جراحی عملیات په هکله د سم تصمیم نیولو کی مرسته
- مریض ته د عملیات څخه مخکی او یا د عملیات څخه وروسته د احتیاطی کړنو په هکله پوهاوی ورکول
- مریض او یا پایواز ته یی د مرض ، د تداوی/عمیات/بستر د مودی ، پایلو ، مصارفو ، بیا رغیدو او نورو اړینو موضوعاتو په هکله پوره معلومات ورکول
- د نوو چوپړتیاوو او تولیداتو څخه د مریض او پایواز خبرول
- تر ممکنه حده د مریضانو د اړتیاوو پوره کول
د امان د سترګو روغتون متخصصین په مسلکی ډول مشاوره سرته رسوی. د یادونی وړ ده چه پدی هکله د تداوی او عملیات د بریالیتوب لپاره د مریض او پایواز هڅه هم اړینه ده. هغوی باید د داکتر لارښوونی په جدیت عملی کړی.