د امان د سترګو د روغتون د جوړولو انګیزه دا وه چه تقریبا پنځه ویشت کاله د مخه زمونږ د دوستانو څخه یو کس د سترګو انتروپیون درلود. د ډیرو هڅو سره سره ونه توانیدل چه خوست کې یې علاج وکړي او مجبور شول چه خارج ته یې د تداوي لپاره بوځي. زما پلار الحاج ډاکټر امان الله پکتیا وال چه د داخله ناروغیو ډاکټر وو پدې خبره خواشینی وو او خپل ځامن به یې هڅول چه د سترګو په څانګه کې زده کړې وکړي. هماغه وو چه د پلار د تشویق په نتیجه کې د ده ځوی او زما ورور ډاکټر خوشحال امان د سترګو په څانګه کې تخصص وکړ او د سترګو تکړه جراح شو چه د سترګو څانګه کې د خپلو خلکو د خدمت لپاره یې لومړی په خوست او وروسته په کابل کې د امان د سترګو روغتون اساس کیښود. امان د سترګو روغتون د سیمی په کچه یو مجهز روغتون دی چه د وړتیا لرونکو متخصصینو، طبی او مسلکی پرسونل په لرلو د سترګو په څانګه کی د خپلو خلکو په چوپړ کی ده